ټولنه

په روزګان کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره په روزګان کې سلګونو کورنیو د څښاک روغتیايي اوبو ته لاس رسی وموند.
دغه شبکه د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د کلیوالي اوبو رسونې او روغتیا ساتنې پروګرام په چوکاټ کې د درېیو میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
یاده شبکه د لمریزې انرژۍ په واسطه فعالیت کوي چې اوبه یې د نلونو له لارې تر څلورو کیلومترو ساحې پورې د ترینکوټ اوسېدونکو ته رسېږي.
د روزګان د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا ریاست مسوول باختر آژانس ته وویل چې د دغې شبکې په جوړېدو سره د ترینکوټ څه ناڅه ۳۰۰ کورنۍ د څښاک روغتیايي اوبو ته لاس رسی وموند.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته