ټولنه

په روزګان کې لسګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
په روزګان کې د اوبولګولو د یوې شبکې په جوړېدو سره لسګونو کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
دغه شبکه د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې د یو میلیونو ۷۰۰ زرو افغانیو په لګښت د دغه جنوبي ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په انجنیرمحمد حسن کلي کې جوړه شوه.
د روزګان د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست مسوول باختر آژانس ته وویل چې د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړېدو سره څه دپاسه ۸۰ کورنۍ څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته