خبرونهامنیت

په روزګان کې ١٦ طالبان ووژل شول

کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
په روزګان کې په هوايي بريدونوکې ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
په دغو طالبانو تېره شپه تر نن سهاره پورې په ګيزاب او د دهراود ولسواليو کې هغه وخت بريدونه وشول چې غوښتل يې د پوځيانو پرپوستو بريدونه وکړي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر باختراژانس ته وويل د هوايي ځواکونو په بريدونوکې د دغې ډلې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته