امنیت

په روزګان کې ٢٧ طالبان ووژل شول

کابل / د کب ٢مه / باختر
اووه ويشت وسله وال طالبان په روزګان کې په نويو هوايي اوځمکنيو بريدونوکې ووژل شول او ٦ نور طالبان ټپيان شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه په ګيزاب او خاص روزګان ولسواليو اود ترينکوت ښار ته څېرمه د افغان ځواکونو پرپوستو د يرغل په وخت کې له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو جګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې د وسله والوطالبانود ډلې د ٦ پاکستاني غړو په ګډون ٢٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ د افغان ځواکونو پرپوستو د وسله والو طالبانو د يرغل په وخت کې د هېواد هوايي اوځمکنيو ځواکونو په ګډه اقدام وکړ او په يرغلګرو يې بريدونه وکړل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٨ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
ختم- ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته