اقتصاد

په روزګان کې په لسګونو زراعتي پروژې پرانيستل شوې

١٥- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
په روزګان کې په لسګونو زراعتي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د پيازو او پټاټو د مڼو او انارو د ساتنې زېرمې او د ميوو د وچولود دستګاو درول شامل دي چې په ترينکوټ ښار او د روزګان په يوشمېر ولسواليو کې د روان کال په بهير کې جوړ شوي دي .
د روزګان د کرنې او اوبو لګولو رييس احمد شاه خيري باختراژانس ته وويل چې په روان کال کې تراوسه پورې د نږدې ٣٣ميليونو افغانيو په لګښت ٥٧ پروژې تطبيقې کړې دي .
هغه دغه راز په روان کال کې د روزګان بزګرانو او بڼوالوته د پوهاوي ورکولو د ورکشاپونو د جوړولو خبرورکړ.
په دې ورکشاپونو کې بڼوالو او بزګرانو ته د کرکيلې او بڼوالۍ نوي لارې چارې زده کړې دي.
د روزګان د کرنې اواوبولګولو رييس وويل چې د کرکېلې د ښه والي لپاره په راتلونکې کال کې به هم په لسګونو پروژې تطبيقې کړي .
په همدې حال کې د روزګان بزګران د پيازو ، پټاټو او ميوو د ساتنې لپاره د زېرمو د جوړولو هرکلى وکړ.
ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته