ټولنه

په روزګان کې چټک انترنټي خدمتونه پيل شول

کابل / د تلې٢١مه / باختر:
د سلام مخابراتي شبکې په روزګان کې د ٣جې انترنټي خدمتونه پيل کړل.
دا لومړى ځل دى چې يوه مخابراتي شبکه په روزګان کې د٣جې خدمتونه پيلوي.
د روزګان د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوجۍ د ادارې يو مسوول باخترآژانس ته وويل چې دغه خدمتونه پرون په روزګان کې پيل شول.
٣ جې خدمتونو ته د روزګان د خلکو لاسرسى د انترنټ د ګړنديتوب او کيفيت او د کار وبار د اسانتيا او د محصلانو او زده کوونکو ته د معلوماتو د ترلاسه کولو سبب کېږي.
د روزګان خلکو په دغه ولايت کې د ٣جي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر د سلام مخابراتي شبکې د دې اقدام هرکلى وکړ.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته