خبرونهاقتصاد

په روزګان کې کرنیزو ځمکو ته اوبه برابرې شوې

۴۳- کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د اوبولګولو د یو کانال په جوړېدو سره په روزګان کې سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو ته اوبه برابرې شوې.
دغه کانال چې له غره څخه سرچینه اخلي، د څه دپاسه ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي د ترینکوټ ښار د خیرو جان ساحې ځمکې خړوبوي.
د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لارې، د دغه کانال پر جوړولو یو میلیونو ۷۰۰ زره افغانۍ لګولې دي.
د روزګان د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا ریاست مسوول باختر آژانس ته وویل چې د اوبولګولو د یاد کانال په جوړېدو سره د بزګرانو سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو ته اوبه برابرې شوې.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته