امنیت

په روزګان کې یو طالب وژل شوی او یو بل نیول شوی دی

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د روزګان د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ
ښار پورې اړوند چنارک سیمه کې یو وسله وال طالب وژل شوی او یو بل یې نیول شوی دی.
د روزګان امنیه قومندان جنرال محمد عظیم هاشمي وايي چې تېره شپه یې د ترینکوټ په چنارک سیمه کې پر وسله والو طالبانو غلچکی برید کړی چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی او یو بل یې نیول شوی دی.
په ورته وخت کې د پکتیکا په نویو کوټوال سیمه کې هم د پولیسو په غلچکي برید کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته