خبرونهښوونه او روزنه

په روزګان کې ۵۱ ښوونځي تړل شوي دي

 ترینکوټ/ د وري ۱۲ مه/ باختر

روزګان چې د هېواد په سویل کې پروت له ناامنه او جګړه ځپلو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، په مرکز او ولسوالیو کې یې ۵۱ ښونځي د ناامنیو او نورو لاملونو له امله تړل شوي دي؛ خو د روزګان د پوهني ریاست مسوولین وایي چې د روان کال کې به د تړل شویو ښوونځیو د پرانیستې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د نورو کلونو په پرتله به د زده کوونکو لپاره ډېرې اسنانتیاوې برابرې کړې.

د روزګان د پوهني ریاست تدریسي معاون محمد نسیم همتزی وایي چې روان کال به په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د زده کوونکو لپاره نوي ښونځي تاسیس شي او ګټې اخیستې ته به وسپارل شي.

د همتزي د څرګندونو له مخې؛ په دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله مسلکي او لیسانس ښوونکي په دندو ګمارل شوي چې کولایې شي په ښه میتود سره تدریس وکړي.

هغه له روزګاني ولسونو غواړي چې خپل اولادنو ښوونځیو ته ولېږي  او د پوهني له روان بهیر سره همکاري  وکړي.

بلخوا بیا په روزګان کې  یو شمېر کورنۍ وایي چې ۱۴۰۰ ښوونېزکال د تېرو کلونو په پرتله د زدکوونکو لپاره ښه کال دی.

دوی د روزګان له پوهنې ریاست څخه غواړي چې په ښوونځیو کې ډېر تمرکز د مسلکي ښوونکو پر جذبولو وکړي. دوی له وسله والو طالبانو هم غواړي چې تر خپل کنټرول لاندې  سیمو کې د پوهنې د روان بهیر پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.

په روزګان کې د پوهنې روان بهیر پر وړاندې  پراته خنډونه تر زیاته حده ناامني او جګړې  بلل کېږي چې له امله یې زرګونه ماشومان له زده کړو محروم شوي دي.

پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته