امنیت

په روي دواب ولسوالۍ کې د پوځيانو او يرغلګرو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده

ايبک  باختر دثور ٢٢:
  دسمنګانو ولايت  د روي دو اب ولسوالۍ  دنويو جګړو ډګر و .  دغه جګړې  له دوو ورځو راپديخوا  د طالبانو له ډله ئيز يرغل وروسته پيل شوى  او تراوسه پورې  دوام لري .
  درارسيدلو خبرونوله مخې ،  وسله وال طالبان  بريالي شوي دي  چې په دغې ولسوالۍ کې  څو کلي ونيسي .
دسمنګانوولايت  د روي دواب  ولسوالۍ يو سيمه ئيز مسوول باختراژانس ته وويل چې دوى  کومکي ځواکونو ته اړتيا لري  چې يرغلګر په شاوتمبوي .
  ده تاييد کړه چې وسله والو طالبانو په دې بريد کې  څو کلي نيولي دي .
  او څو امنيتي پوستې  همدا اوس  ديرغلګرو له خوا کلابندې شوي دي .
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت  دامنيې قوماندانۍ  يو چارواکې وايي  چې  دروي دواب ولسوالۍ ته کومکي ځواکونه استول شوي دي  او ډير ژر به  دغه ولسوالۍ  د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شي . خو دروي دواب ولسوالۍ يوتن اوسيدونکې  دخلکو دامنيت  دتامينولو او له ډار اچوونکو سره دمبارزې په لاره کې  په حکومت  د بې پروايي تور لګوي او وايي چې وسله وال طالبان ددغې ولسوالۍ  دبازار تر دروازو پورې  رسيدلي دي .
  دى وايي  که چيرې  حکومت دسيمې دپوځي  ځواکونو  مرستې ته ور ونه دانګي او په روي دواب ولسوالۍ کې  پوځي عمليات  ترسره نه کړي  دغه ولسوالۍ به  دطالبانو له خوا ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته