خبرونهاقتصاد

په زابل کې د اوبو د يو بند د جوړولو کار پيل شو

۶- کابل / د مرغومي ۱۵مه / باختر
په زابل کې د اوبولګولو د يو ستر بند د جوړولو کار پيل شو.
دغه بند له جوړېدو وروسته به زر هکتاره ځمکه خړوبه کړي.
د کرنې چارو کارپوهان وايي چې د دغه بند په جوړولو سره په زابل په تېره بيا قلات ښار کې کرکيله ښه والي مومي.
دغه بند د قلات ښار د ختيځ په څلور کيلومتري واټن کې جوړېږي چې شاوخوا يې غرونه نيولي دي.
د افغانستان د اوبو چارو د سمون اداره وايي چې حکومت د دغه بند د جوړولو لپاره ۹۲ میلیونه افغانۍ لګوي.
دغه بند د ۱۵۰ جريبه ځمکې په ساحه کې جوړېږي او ٧٤متره اوږدوالی، ٥٤ متره سور او١٥ متره لوړوالی به ولري او کولاى شي يو میليونو ۸۰۰ زره مکعب متره اوبه ذخيره کړي.
د زابل د دريايي حوزې رييس انجنير ناصر شاه وزيري باختر آژانس ته وويل چې دغه بند به د قلات او د هغه د شاوخوا سيمو په ځمکې لاندې اوبو سرچينې چې لږې شوې دي، بېرته زياتې کړي.
هغه سيمه چې بند پکې جوړېږي؛ د موسمي سېلاوونو د تقاطع سيمه ده له دې امله د خلکو کورونه او عامه تاسيسات هم خوندي کېږي.
د زابل د دريايي حوزې رييس وايي چې د اوبو دغه بند تر راتلونکو دوو کلونو پورې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
هغه وويل چې د دغه پند په جوړېدو سره په قلات ښار او شاوخوا سيمو کې زر هکتاره ځمکه خړوبېږي.
دکرنې چارو کارپوه عبيدالله عبيدي وايي چې دغه بند کولاى شي زابل زراعتي سوکالۍ او اقتصادي ودې ته ورسوي.
هغه وويل چې په زابل کې تر ځمکې لاندې اوبه لږې شوې او يواځې د اوبولګولو د يوستر بند شتون کولاى شي د کرنې حالت ښه کړي.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته