ټولنه

په زابل کې د شهیدانو پر وارثینو د استوګنې نمرې وېشل کېږي

کابل / د کب ۵ مه / باختر
د زابل د مرکز قلات په قهرمانانو ښارګوټي کې د ۴۰۰ شهیدانو پر وارثینو د استوګنې لپاره نمرې وېشل کېږي.
د زابل والي جنرال احمد ګل رسولي وايي چې د شهیدانو د وارثینو پر کورنیو د نمرو وېش پرون پیل او په نږدې راتلونکي کې به د ۴۰۰ شهیدانو پر وارثینو ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې د قهرمانانو ښارګوټی ۶۷۲ نمرې لري چې له جملې یې ۴۰۰ د شهیدانو د وارثینو لپاره ځانګړې شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته