امنیت

په زابل کې د طالبانو طرحه ناکامه شوه

۲- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
افغان پوځيان وايي چې په زابل کې يې د دوى پر څو امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو طرحه شنډ کړې ده.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ پر لسګونو وسله والو طالبانو چې پر څو امنيتي پوستو يې د بريد نيت درلود، تېره شپه له هوا او ځمکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د پوځيانو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او٤ نور یې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځيانو په زابل کې د ٢٠ښخ کړاى شويو ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
تراوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته