ښوونه او روزنه

په زابل کې د نجونو ښوونځي د تېر په څېر فعال دي

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر
په زابل کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر اوسه تر ۱۲ ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانیستي او درسونه یې دوام لري.
د زابل په مرکز کلات کې د بي بي خالا لیسې مدیره فروین وایي چي درسونه یې د تېر په څېردوام لري او پر وړاندې یې هیڅ خنډ نه دی جوړ شوی.
فروین وویل چې د افغانستان اسلامي امارت په اسلامي شرایطو سره د نجونو زده کړو ته ژمن دی او تر اوسه یې د درسونو د دوام په برخه کې له دوی څخه هیڅ ډول مرسته نه ده سپمولې.
هغې زیاته کړه چې یواځنۍ ستونزه یې د ښوونکو د معاش ده.
په همدې حال کې نجونې زده کوونکې هم د درسونو پر دوام خوښي ښیي او وایي چې له پخوا څخه زیات د ارامتیا احساس کوي او په ډاډه زړه ښوونځي ته ځي.
دا په داسي حال کې ده چې په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي څخه لوړ تړلي پاتې دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته