ټولنه

په زابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي

قلات/ د سلواغې ۴ مه/ باختر
د زابل د ښځو چارو رياست وايي چې د ښځو پر وړاندې د تېرو کلونو په پرتله د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي.
دوی په دغه ولایت کې د تاوتریخوالي پېښو د کمېدو لامل عامه پوهاوی او د سواد د کچې لوړوالی په ګوته کوي.
د زابل د ښځو چارو د رياست سرپرسته صدیقه جلالي وايي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دغه ریاست چارې سمبالې دي او په یاده موده کې ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوې پېښې ثبتې شوې دي.
د زابل د ښځو چارو رییسه صديقه جلالي وايي چې د دغه ولایت په دولتي ادارو کې ميرمنو ته زياته اړتیا ده، خو دا چې په زابل کې پر لوړو زده کړو د سمبالو میرمنو شتون کم رنګه دی، نو ځکه په دولتي ادارو کې ډېرې نه تر سترګو کېږي.
د دې په خبره، اوس زیاتو نجونو زده کړو ته مخه کړې چې په راتلونکي کې به په دولتي ادارو کې د میرمنو شتون هم زیات شي.
صدیقه وايي چې اقتصادي ستونزې، په جنګ کې د نارینه له لاسه ورکول او د بې کارۍ له امله په نشه يي توکو د ځوانانو اخته کېدل هغه ستونزې دي چې د زابل میرمنې یې له ستونزو سره مخ کړې دي.
جلالي زیاتوي: په هغه اندازه چې په نورو ولایتونو کې د میرمنو لپاره کار شوی، په زابل کې نه دی شوی، هغې پر ولايتي اداره، اړوندو بنسټونو او همکارو موسسو غږ وکړ چې د زابل د ښځو چارو رياست سره په هماهنګۍ ښځو ته د کار زمينه برابره کړي.
صدیقه وايي چې د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست په پلان کې لري چې په نږدې راتلونکي کې ۵۰۰ ښځو ته د عامه پوهاوي او ۳۰۰ نورو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.
هغې له ټولو میندو او پلرونو وغوښتل چې پر خپلو لورګانو زده کړې وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته