ورزش

په زابل کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې

کابل / د زمري ۵ مه / باختر
د زابل په مرکز قلات کې د اختریز لیګ په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې دي.
د زابل د کرکټ سرپرست آمر ساحل زابلى وايي چې په دغه لیګ کې شپږ لوبډلې ګډون لري چې ١٨ ورځې به دوام وکړي.
په ورته وخت کې د زابلستان لوبډلې مشر محمد یونس خانمیرزی وايي چې یادې سیالۍ به د زابلي لوبغاړو د اتفاق او د کرکټ د سمون او ښه والي په برخه کې مهم رول ولري.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته