ټولنه

په زابل کې د یو استنادي دېوال د رغونې چارې بشپړې شوې

کابل / د تلې ۲۰ مه / باختر
د زابل مرکز کلات کاټلي مانده کې د ۱۶ متره استنادي دېوال د رغولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په زابل کې د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي چې د یاد دېوال قرارداد د څه د پاسه ۲ میلیونو افغانیو په لګښت ګلو ګلیکسي شرکت ته ورکړ شوی و، چې چارې یې د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې او پاتې افغانۍ به بېرته حکومت ته وسپارل شي.
کاټلي مانده د هغه سړک په اوږدو کې شتون لري چې مرکز کلات له سیوري ولسوالۍ سره نښلوي او د اورښتونو پر مهال به یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کول؛ خو د استنادي دېوال په رغېدو سره د خلکو ستونزې اوارې شوې.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته