ټولنهښوونه او روزنه

په زابل کې زده کوونکو ته وړیا کورسونه جوړ شول

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
په زابل کې د ۱۲ ټولګيو زده کوونکو ته د کانکور د چمتووالي لپاره وړیا کورسونه جوړ شول.
دا کورسونه د زابل د پوهنې ریاست په همکارۍ او په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي ډاکټر زلمي زابلي په مالي لګښت جوړ شوي چې زده کوونکي د راتلونکي کال د کانکور ازموینې ته چمتووالی ونیسي.
د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد له باختر آژانس سره په خبرو کې د یادو کورسونو جوړول اړین وبلل او د دولسمو ټولګیو له ټولو زده کوونکو څخه یې وغوښتل چې په جوړ شویو کورسونو کې زده کړه وکړي او د کانکور ازموینې ته چمتووالی ونیسي.
په ورته وخت کې ډاکټر زلمی زابلی وايي چې د دغه ولایت په زده کوونکو کې ښه استعدادونه شته، خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای چې په شخصي کورسونو کې زده کړې وکړي.
هغه له نورو خلکو هم غواړي چې د تشو ژمنو پر ځای عملي کار وکړي او د هېواد بې وزله ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازِی ډاکتر زلمی زابلی هر کال په زابل کې د دوولسمو ټولګیو زده کوونکو لپاره د کانکور د چمتووالي وړیا کورسونه جوړوي چې یادو کورسونو ښه پایله ورکړې او زیات شمېر زده کوونکي یې د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته