امنیت

په زابل کې شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د کب ۳ مه / باختر
د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول، څلور یې ټپیان او درې نور یې ونیول شول.
د زابل امنیه قوماندان حکمت الله کوچي باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د شهرصفا ولسوالۍ په اسحاقزي مانده سیمه کې د افغان ځواکونو پر سنګر برید وکړ.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول، څلور یې ټپیان او درې نور یې ونیول شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته