ټولنه

په زابل کې له زرو زياتو اړو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د تلې٢٣مه / باختر:
په زابل کې له زرو زياتې اړې کورنۍ د بشردوستانه مرستو تر پوښښ لاندې راغلي.
په دې مرستو کې د کور لومړني بستې ،ترپال، خیمې او شړۍ شاملې دي.
د زابل ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست يوه مسوول د باختراژانس ته وويل: دغه مرستې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ له خوا برابرې شوې وې.
ده وويل، په زابل کې له اړو کورنيو سره د مرستې بهير دوام لري.
هغه کورنۍ چې مرستې ترلاسه کړي د وزګارۍ بحران او طبیعي پېښو له امله په اقتصادي بحران کې دي او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته