امنیت

په زابل کې ماین چاودنه کې دوه ماشومان او یو بل تن ټپيان شول

کابل/ د کب ۲ مه/ باختر
د زابل په مرکز قلات کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې دوه ماشومان او یو بل تن ټپيان شوي دي.
د زابل امنیه قومندان حکمت الله کوچی وايي چې نن سهار د قلات ښار په هزاري کلي کې پر یو پاسو موټر مقناطيسي ماین چاودنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په چاودنه کې دوه ماشومان او یو بل تن ټپيان شوي چې د ماشومانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
ویل کېږي ټپي شوی کس سرتېری دی او د کور مخې ته یې په موټر پورې نښلول شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته