خبرونهامنیت

په زابل کې پر پوځیانو د نفوذي برید په اړوند څېړنې پیل شوې

۱۸- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
په زابل کې پر پوځیانو له نفوذي برید وروسته پوځي جګپوړو مقاماتو په دې اړوند د څېړنو د پیل خبر ورکړ.
د دوشنبې په شپه د وسله والو طالبانو یو نفوذي پوځي د زابل په یوه پوسته کې خپل درې ملګري په ډزو ووژل او وتښتېد.
د هېواد په جنوب کې یوه پوځي جګپوړي مقام په دې اړوند د څېړنو د پیل خبر ورکړ.
هغه وویل چې د طالبانو دغه نفوذي کس چې د دغې تروریستي پېښې عامل و، تښتېدلی دی او د نیولو لپاره یې هلې ځلې دوام لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته