امنیت

په زابل کې پنځه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د سلواغې ۲۷ مه / باختر
د زابل په مرکز قلات پورې اړوند پل سنګي سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۴ سرتېري او دوه طالبان وژل شوي دي.
د زابل امنیه قومندان حکمت الله کوچي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په پل سنګي سیمه کې د افغان ځواکونو پر سنګر برید وکړ
چې په پایله کې څلور سرتېري او دوه طالبان ووژل شول او دوه سرتېري او درې طالبان ټپيان شوي دي.
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته