خبرونهټولنه

په زرګونو جريبه څړځايونه په لوګر کې سروې اوثبت شوې

کابل / د ليندۍ ٤مه /باختر
د ښار جوړولو اواراضۍ وزارت څه د پاسه ٦٩ زره جريبه څړځايونه په لوګر کې سروې اوثبت کړي دي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ دغه وزارت د سروې د پروژې د تطبيق نښي اېښودلو او د څړځايونو د ثبټولو په دوام تراوسه پورې ٦٩زره ٩٦٨ جريبه څړځايونه د لوګر په مربوطاتو کې په يوولسو قطعو کې سروې اوثبت کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د سروې، نښه اېښودلو او د څرځايونو د ثبتولو د کار له پيل څخه تراوسه پورې ٤ ميليونه ٤٧٠ زره ٤٩جريبه څړځايونه د هېواد په ٢٨ ولايتونو کې ثبت شوي دي.
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت، د هېواد په کچه ټول موجود څړځايونه د ملي شتمني د معقولې استفادې ، د مالدارى د ودې، د اقتصادي پلوه په ځان بسياينې، خلکو ته د کار د زمينې د برابرولو په هدف سروې او د دولتی او عامه ځمکو په بانک کې ثبتوي.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته