امنیت

په سرپل ، فاریاب ، بلخ او جوزجان کې دوه ویشت طالبان ووژل شول

ولایتونه / د وري / ۲۲/ باختر
دوه ویشت وسله وال طالبان په تېرو ٢٤ ساعتو کې د سرپل ، فاریاب ، بلخ او جوزجان په ولایتونو کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایی د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه طالبان د دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې چې د هوایی قوتونو په ملاتړ تر سره شول د فاریاب په قیصار ولسوالۍ ، د سرپل په مرکزي ساحو ، د بلخ په بلخ ولسوالۍ او د جوزجان په منګجیک ولسوالیو په مربوطاتو کې ووژل شول .
رضایی زیاته کړه چې په دغو پېښو کې١١ نور طالبان ټپیان شول او د دوی څو قراګاوې ویجاړې شوې او د طالبانوله خوا دوه ښخ شوي ماینونه د جوزجان د اقچې ولسوالۍ په پل نو ساحه کې کشف او شنډ شول .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته