Uncategorized

په سرپل ښار کې سلګونوکورنیوته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل / د چنګاښ ۱۰ / باختر
په سرپل ښارکې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړولوسره سلګونوکورنیوته د څښاک اوبه برابرېږي.
دغه شبکه د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت جوړوي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې دغه شبکه به د لمریزې برېښنا په واسطه د نلونو له لارې د سرپل اوسېدونکوته اوبه ورسوي.
هیله کېږي ، د دغې شبکې په جوړېدو سره ۴۵۰ کورنیو په سرپل کې د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسي ومومي.
ټاکل شوې ده دغه شبکه تردوو میاشتو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته