خبرونهامنیت

په سرپل کې د طالبانو د عشر او زکات مسوول  ونيول شو

 کابل /دثور ٩مه /باختر

د سرپل پوليسو تېره شپه په دغه ولايت کې د طالبانو د عشر اوزکات مسوول  ونيوه.

د سرپل د امنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل چې د صياد ولسوالۍ د تورپاغلوى د کلي اوسيدونکى  جلال الدين د پوليسو د هلوځلو او د سيمې د خلکو د همکارۍ په پايله کې د سرپل  د مرکز نوروزتپه په کلي کې ونيول شو.

هغه د طالبانو په ډله کې د خپل غړيتوب په جرم اعتراف وکړ او ويې ويل چې له زياتې مودې راپديخوا د عشر او زکات په نامه يې له خلکو په جبر پيسې راټولولې .

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته