ورزش

په سرپل کې د کرکټ سیالۍ پيل شوې

کابل / د مرغومې ۲۰ مه / باختر
په سرپل کې د نهو لوبډلو ترمنځ د افغانستان اسلامي امارت په نوم د کرکټ سيالۍ پیل شوې.
دغه لوبډلې په دوو ګرپونو کې د یو بل پر وړاندې لوبيږي چې دغه سیالۍ به ٢ ورځې دوام وکړي.
ملکزی، بلوڅ، منګوټی، سیداباد، خارکش مامک، بلوڅ ځوانان، خارکش اتحاد، جوزجان اتلان او حاجي محمد عمر هغه لوبډلې دي چې په دغه ټورنمنټ کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته