ټولنه

په سرپل کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

۲۲- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
په سرپل کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اوبو رسولو دغه شبکه د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت د روغتیا ساتنې ملي پروګرام له لارې د ۳ میلیونو ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د سرپل د مرکز په مربوطاتو کې جوړه شوې ده.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته