ټولنه

په سرپل کې له نباتي افتونو سره مبارزه پيل شوه

کابل /د کب ٤مه /باختر
د سرپل د کرنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې له نباتي افتونوسره د مبارزې کمپاين پيل کړې دى .
د باختراژانس خبريال د خبر له مخې؛ د سرپل د کرنې او اوبو لګولو رياست يومسوول وويل: چې د دغه رياست مسلکي کارکوونکو د دغه ولايت په مرکزاو ولسواليو کې د نباتاتو د افتونود مخنيوي په مقصد د لايم سلفر د درملو د تطبيق پروګرام پيل کړ.
ويل کېږي چې دغه پروګرام به درې اوونۍ دوام وکړي او د لايم سلفر د ترکيبي مادې د استفادې د لارو چارو په اړه بزګرانو او بڼوالو ته روزنيز پروګرام هم شامل دى.
لايم سلفر له سلفرو اوچونې څخه يوه ترکيبي ماده ده چې د څانګو له غوڅولو وروسته په ميوه لرونکو ونو استعمالېږي. ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته