امنیت

په سرپل کې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه په سرپل کې له پوځیانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر آژانس ته وویل چې دغه جګړه د سرپل د سوزمه قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونښته چې په پایله کې د یو سیمه ییز قوماندان محب الله ترابي په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول او د دوو نورو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون ۷ نور طالبان ټپیان شول.
خبرځای زیاته کړه چې په دې جګړه کې د دښمن یو توغندی او یوه پیکا ویجاړه شوه او د هغوی دوه موټرسایکلونه او جنګي وسایل د پوځیانو لاس ته ورغلل.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته