خبرونهامنیت

په سرپل کې ۲۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د سلواغې ٢٣مه / باختر
اته وسله وال طالبان تېره شپه په سرپل کې د پوځيانو په هوايي بريدونو کې ووژل شول او ۱۱ نور یې ټپیان شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه هوايي بريدونه د سرپل د سوزمه قلعه په فيض آباد کلي کې د دښمن د راټولېدو پر مرکز وشول چې په پايله کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ١١ نور یې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: په بريدونو کې د وسله والو طالبانو جنکي وسايل، دوه موټر او څو موټرسايکلونه هم له منځه يوړل شول.
پرون هم په بلخ کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پر يو مرکز په دوو هدفي هوايي بريدونو کې ۵۶ وسله وال طالبان ووژل شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته