امنیت

په سرپُل کې درې طالبان له دولت سره یوځای شول

– کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
درې وسله وال طالبان نن په سرپل کې د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست ته تسلیم شول.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې؛ دغه طالبان د اکرام الدین په مشرۍ له دوو کلاشینکوفونو، یو کره بین، یو مکاروف او یوې مخابرې سره د سرپل د ملي امنیت ریاست ته تسلیم شول.
د سرپل والي قربان مراد مراد په هېواد کې جګړه او تاوتریخوالی ناروا د پردیو توطیه وبلله او له نورو وسله والو طالبانو څخه یې وغوښتل چې د حکومت حقانیت درک کړي او له ورور وژنې او تاوتریخوالي څخه دې لاس واخلي.
اکرام الدین وویل چې له دې وروسته له حکومت سره جګړه نه کوي او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له طالبانو سره په مبارزه کې د دوی ملاتړ وکړي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته