ټولنه

په سرپُل کې د نيالګيو د کېنولو پروګرام پيل شو

– کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
نن په سرپل کې د (سولې او سمسورتيا ) ترنامه لاندې د نيالګيو کېنول پيل شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغه پروګرام د سرپل د والي قربان مراد مراد، مالي او اداري مرستيال، امنيه قوماندان، د ملي امنيت د رييس، د ولايتي شورا د غړو، مدني فعالانو او د دغه ولايت د رسنيو په شتون د سرپل د پوهنې رياست په انګړ کې د څو نيالګيو په کېنولو سره پيل شو.
د سرپل والي وويل: د سولې او سمسورتيا ترنامه لاندې د دغه پروګرام په پيل سره چې د ټولو خلکو هيله ده او د الله (ج) په غوښتنه په هېواد کې سوله او آرامۍ تامينېږي له خلکو څخه يې وغوښتل چې د نيالګيو په کېنولو سره خپل مسوولیت ادا کړي او د اقليم د ناوړو اغېزو کمول او د شنۍ فضا برابرول خپل مسووليت وبولي.
د سرپل د کرنې او اوبولګولو رييس سليم رنجبر وويل چې په روان کال کې له شتو قوريو څخه پر دولتي ادارو او ديني اماکنو څه ناڅه پنځه زره نيالګي ويشل کېږي.
پاى \ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته