کابل / د تلې ۲مه / باختر
د اسلامي امارت مجاهدينو پرون مازيګر يو تن له ٩ بوشکو الکولي مشروباتو سره د سرپل له سانچارک ولسوالۍ څخه ونيو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت مجاهدينو د سرپل د سانچارک ولسوالۍ د مرکز تګزارد سيمې له يو کور څخه ٩ بوشکې الکولي مشروبات کشف او ترلاسه کړل.
د دغې قضيې په اړوند د کور خاوند نيول شوى دى.
ج-ا
12 د یوې دقیقې څخه لږ