کابل /د تلي ٢٢مه /باختر
شپږ سوه شپيتو تنو نجونو د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د اکتيد موسسې د ځوانانو د پراختيا له مرکز څخه د نهو مياشتو زده کړو وروسته فراغت ليکونه ترلاسه کړل.
د اکتيد د ولايتي دفتر رييس امان الله امين د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغو زده کونکو کمپيوتر، رياضي ، درې ، انګليسي او د ادبياتو په برخو کې زده کړې کړي دي.
هغه زياته کړه چې دغه روزنيز کورس د ځوانانو د ظرفيتونو د لوړوالي په خاطر جوړ شوي و، او اوس د جوزجان په مرکزاو اقچې ولسوالۍ کې د کليو د پراختيا د پروګرام په چوکاټ کې د ځوانانود پراختيا دوه مرکزونه فعاليت کوي.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې؛ دغه پروګرام له دريوکلونو راپدېخوا په جوزجان کې دوام لري. او تراوسه پورې ١٦٠٠ نجونو د کمپيوتر،رياضي، دري ،انګليسي او ادبياتوپه برخوکې زده کړې کړي دي.
ج- ا