ټولنه

په سمنګانوکې بنديانو ليک لوست زده کړل

کابل /د سلواغې ٢٢مه /باختر
د سمنګانو په زندان کې څه د پاسه ١٤٠ تنو بنديانو نن د دغه زندان د ليک لوست د زده کړې له کورس څخه فارغ شول.
د سمنګانو د والي مرستيال صفت الله سمنګانى باختراژانس ته وويل چې دغه بنديان د سواد له نعمت څخه بې برخې و او په زندان کې له نوروبنديانو څخه په ٩مياشتوکې ليک لوست زده کړل .
د سمنګانو د زندان مدير سمونوال محمد ارشاد صديقي وايي چې په دغو فارغانوکې ١٥ بندي ښځې هم شاملې دي .
ختم – ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته