اقتصاد

په سمنګانوکې زيات هينګ کرل کېږي

کابل / دکب ١٠مه / باختر
سمنګان له هغو ولايتونوڅخه دى چې د هينګ د للمي کرکيلې زياته ساحه لري .
د سمنګانو د کرنې اوبولګولو رييس عبدالرحمن ارغنديوال باختراژانس ته وويل چې اوس څه د پاسه ١٩زره هکتاره للمي ځمکه کې هينګ کرل شوي دي او په ٨٩ هکتاره ابي ځمکه کې هم هينګ کرل شوي دي .
ارغندايوال زياته کړه داپه داسې حال کې ده چې تېرکال په ٧٠٠ هکتاره للمي ځمکه کې هينګ کرل شوې و او په ٨٠٠ بزګرانو چې په دې برخه کې فعاليت کاوه د هينګ د تخم په ګډون زراعتي بستې ويشل شوې وې .
د سمنګانو د کرنې رييس وايي چې د دغه بوټې د کرلو لپاره د بزګرانوعلاقمندي د زياتېدو په حالکې دى او دليل يې ګاونډيو هيوادونوته د هينګ صادرول دي .
هغه زياته کړه هينګ په سمنګانو،بغلان، بلخ اوڅو نورو ولايتونو کې په بېلابېلو ډول کرل کېږي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته