کابل/ د ليندۍ٣٠ مه/ باختر
په سمنګانوکې نن څه د پاسه ٥٠ زيانمنو شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه کورنۍ چې د سمنګانو په حضرت سلطان ولسوالۍ کې يې کورونه د وروستيو سېلاونو له امله ويجاړ شوي دي؛ د دغه ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه راز پر هغو څلورو کورنيو چې کورونه يي زيات ويجاړ شوي دي؛ په خوراکي توکو سربېره ١٥٠٠٠ افغانۍ نغدي مرسته هم ووېشل شوه.
د سمنګانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مسوول وويل چې پر مستحقو او بېوزلو کورنيو د دغو مرستو بهير دوام لري.
پاى ذ