سیاست

مارشال محمدقسيم فهيم د سعودي عربستان له سفير سره وکتل

کابلباختردسنبلي٢٥ش
دجمهوري رياست لو مړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې  وروسته دخپل کار په دفتر کې په کابل کې دسعودي عربستان دشاهي هيواد
له سفيرمسفرعبدالرحمن آل غاصب سره و کتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  :
په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال د دواړو هيوادونو سعودي عربستان او افغانستان ترمنځ دلرغونو اړيکو ديادونې په ترڅ کې وويل ، سعودي عربستان يو ستر اسلا مي هيواد دى او له همدې ا مله له دغه هيواد سره  زموږ اړيکي  ژورې ديني او تاريخي جرړې لري  .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په هيواد کې دسو لې اوثبات تامينول يوه
ستره اړتيا و بلله او زياته يې کړه چې دسعودي عربستان دولت په افغانستان
کې دسولې اوثبات دټينګښت لپاره کولاى شي مهم رول  ولو بوي .
په دې کتنه کې په کابل کې دسعودي عربستان دشاهي هيواد سفير مسفر عبدالرحمن آل غاصب  د دواړو هيوادو نو ترمنځ دلرغونو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ او هيله يې وکړه چې افغانستان په سولې اوثبات برلاسي شي
دسعودي عربستان سفير دافغانستان له خلکو سره دخپل هيواد د همکاريو يادونه وکړه او ويې  ويل چې دغه هيواد کال په کال تحصيلي بورسونه افغانستان ته بيلوي  او داړوندو ارګانونو له خوا د دغوبورسونو  په شرايطو د برابرو کسانو د معرفي کولو غوښتنه و کړه .
ده  دغه راز داسلا مي فرهنګي مرکز دهغې پرو ژې د کار د پيل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه و کړه چې ټاکل شوې ده دسعودي عربستان د دولت له خوا د کابل ښار په  مرنجان غونډۍ  کې  جوړه شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته