ټولنه

په سمنګانوکې په لسګونوکورنیوله برېښنا څخه ګټه واخیسته

کابل / د کب ۲۸ / باختر
د برېښنا د دوو ترانسفارمرونوپه نصبولوسره د سمنګان د دارالعلوم او د شهرایبک شرکت د غلام نبي د کلیو ۱۷۰ کورنۍ له برېښنا څخه ګټه واخیسته.
د سمنګانود برېښنا ریاست یومسوول عبدالعزیزنوري د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د ۱۶۰ او ۱۰۰ کیلوولټ امپیرپه ظرفیت دوه ترانسفارمرونه له نورو ملحقاتوسره د سمنګانو د برېښنا ریاست له بودجې څخه د څه نا څه پنځه میلیونوافغانیوپه لګښت د سمنګانو د دارالعلوم او د شهرایبک شرکت د غلام نبي په کلیوکې نصب شوي دي.
د سمنګانووالي محمد داوود کلکاني د ترانسفارمرونود پرانیستلوپه وخت کې وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت او د سمنګانو سیمه ییزحکومت د آسانتیاو
د برابرولو او د باکیفت خدمتونود وړاندې کولولپاره هڅې کوي چې د دغه ولایت د لرو سیمو اوسېدونکو د برېښنا له ښېګڼوڅخه برخمن شي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته