ټولنه

په سمنګانو کې۵۰۰ زره نیالګي کېنول کېږي

کابل / د کب ۳ مه / باختر
په سمنګانو کې نن د نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل شو.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه کمپاین د سمنګانو د ښار د مشرتابه پلاوي، پوځي مسوولینو، د یوشمېر دولتي ادارو د رییسانو او کارکوونکو په ګډون د دغه ولایت په کرنې انستیتوت کې پیل شو.
د سمنګانو د کرنې او ابولګولو رییس محمد رحمان ارغندیوال وویل چې په لومړي پړاو کې د دغه ولایت په کچه څه د پاسه ۵۰۰ زره نیالګي کېنول کېږي چې ۹۰ سلنه یې مېوه لرونګي نیالګي دي.
هغه زیاته کړه چې له دې جملې ۱۰۰ زره نیالګي د موسسو او ۴۰۰ زره نور یې د قوریه لرونکو ټولنو له خوا د کرنې او ابولګولو ریاست په واک کې ورکړل شوي دي.
د سمنګانو والي محمد داوود کلکاني د یوه نیالګي په کېنولو سره او په هېواد کې د سمسورتیا او دایمي سولې د ټینګښت په هیله، د اړوند ادارو د هڅو قدرداني وکړه.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته