امنیت

په سمنګانو کې دوه طالبان د خپل ماين ښکار شول

کابل / د وږي ٢٧مه / باختر
دوه وسله وال طالبان تېره شپه په سمنګانو کې د ماین ښخولو په وخت کې ووژل شول. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه طالبان د خرم سارباغ ولسوالۍ د سر آوزان کلي په ګذر غاښي کې د هغه ماین په چاودنه کې ووژل شول چې غوښتل یې هغه د خلکو د تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي.
خبرځای زیاته کړه چې د دښمن یو کلاشنکوف او یو ماین هم د پوځیانو لاس ته ورغلل. پاى/ سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته