ټولنه

په سمنګانو کې دوه ټولګټې پروژې پرانیستل شوې

– کابل / د کب ۲۰ مه / باختر
دوه ټولګټې پروژې پرون د سمنګانو په خرم سارباغ ولسوالۍ کې پرانیستل شوې.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه؛ د سمنګانو والي محمد داوود کلکاني وویل چې په دغو پروژو کې په بر لنګر کلي کې د یوه کانکرېټي پله او یو استنادی دېوال او په کوز لنګر کلي کې د اوبورسولو د یوې شبکې جوړول شامل دي.
د سمنګانو والي زیاته کړه: دغه پروژې د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱۳ میلیونو ۹۹۵ زرو۷۵۰ افغانیو په لګښت د خلکو په ۱۰ سلنې ونډې سره جوړې شوې دي چې له ښېګنو څخه یې۸۳۰ کورنۍ ګټه اخلي.
د سمنګانو والي د دغه ولایت له خلکو څخه وغوښتل چې له خپلو پروژو څخه سمه استفاده وکړي او پر ساتلو یې پاملرنه وکړي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته