ټولنه

په سمنګانو کې ديني مدرسه جوړېږي

٣٧- کابل / دسلواغې ٢٠مه/باختر
د يوې ديني مدرسې د جوړولو کار نن د سمنګانو په ايبکوښار کې پيل شو.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د سلمان فارس د دارالعلوم د خصوصي ديني مدرسې ودانۍ د ايبکوښار د جګې بانډې په سيمه کې د خلکو په مرسته د درېو ميليونوافغانيو په لګښت په يو پوړ کې جوړېږي چې ځمکه يې هم د سيمې يو اوسيدونکى مدرسې ته ورکړې ده .
ويل کېږي اوس په دې مدرسه کې ٢٠٠ زده کوونکي په يو کرايي کور کې د ديني علومو په زده کړې بوخت دي.
د خراسان کارتې د جومات خطيب مولوي شيخ ذکريا د دغې ودانۍ د کار د پرانستلو په غونډه کې وويل که چېرې يومسلمان په دې دنيا کې د جومات اود ديني مدرسې د جوړولو لپاره مرسته وکړي په آخرت کې سترثواب ترلاسه کوي .
اوس د سمنګانو ولايت په کچه ١٤٢ خصوصي ديني مدرسې فعاليت کوي او په هغوکې څه د پاسه ١٠ زره تنه د ديني علومو په زده کړې بوخت دي.
ختم_ ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته