ټولنه

په سمنګانو کې د اوبو لګولو دوه کانالونه پرانستل شول

کابل /د مرغومي ٦مه /باختر

د سمنګانو په خلم ولسوالۍ کې د اوبولګولو د دوو کانالونو د جوړولو کار بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شول.
د خلم – ايبک د دريايي حوزې رييس ملامحمد عمر انس د باخترآژانس خبريال ته وويل دغه پروژې د نړيوال بانک په مرسته د ١٠٢ مليونو ١٥٠زرو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.
هغه وويل لومړنى کانال ١٥٦٠مترو په اوږدوالي او د ٥،٢مترو په سور سره د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي په خاطر د اوسپنيزو دروازو په درولو سره جوړ شو ى دى.
دغه راز دويم کانال د ١٧٦٩مترو په اوږدوالي او ٥،٢ متروپه سورسره د او سپنيزو دروازو په درولو سره جوړ شو ى دى.
په همدې حال کې دخلم- ايبکو د سیندیزې حوزې يو مسوول انجنير عبدالقدوس وويل چې د دغو کانالونو په جوړولوسره څه د پاسه ٢٠٠٠کورنيو ته د کرنيزو او د څښاک د اوبوستونزه حل شوې.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته