امنیت

په سمنګانو کې د اووه جوارګرو نيول کېدل

کابل / د تلې١١مه / باختر:
د سمنګانو په مرکز ايبکو ښارکې اووه کسان د دغه ولايت د اسلامي امارت د امنيې قوماندانۍ د مسوولانو له لوري د جوارګرۍ په شک ونيول .
د سمنګانو ولايت فرهنګي مسوول او د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي امدادالله مهاجر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان د ايبکو ښار د اسلامي امارت مسوولانو په يوه کور کې د جوارګرۍ په وخت کې ونيول.
مهاجر وويل؛ له دغو کسانو څخه له ٥ څخه تر ١٥ زرو افغانيو نغدې پيسې، څو جوړې قطعې، د جوارګرۍ وسايل او يوه اندازه چرس هم ترلاسه شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته