امنیت

په سمنګانو کې د طالبانو دوه زېرمې کشف شوې

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
د سمنګانو د ملي امنیت ریاست منسوبینو په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ماینونو د دوو زېرمو د کشف خبر ورکړ.
باختر آژانس ته د سمنګانو د ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ریاست د منسوبینو د عملیاتو په پایله کې د وسله والو د ماینونو دوه زېرمې په روی دوآب ولسوالۍ کې کشف شوې چې لسګونه ډول ډول ماینونه او نور چاودېدونکي توکي پکې ساتل کېدل.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته