روغتیا

په سمنګانو کې د والګي ناروغى له امله د ماشومانو د مړينې کچه زياته شوېده

کابل / د وري ١٦مه /باختر
په وروستيو دوو مياشتو کې په سمنګانو کې ٢٦ تنه ماشومان په والګي ناروغى د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.
د ايبکو د شهيد ډاکتر اکرام الدين وکيل زاده د ولايتي روغتون د ماشومانو د څانګې مسوول ډاکتر سميع الله سنا باختراژانس ته وويل چې په والګي ناروغي د اخته ماشومانو د مړينې کچه سږ کال د روغتيايي مرکزونو د تړلتيا په دليل زياته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په وروستيو دوو مياشتو کې د دغه روغتون د ماشومانو د درملنې په څانګه کې څه د پاسه ١٦٠٠ ماشومان تردرملنې لاندې نيول شوي دي چې له دې جملې څخه ١٠٦٨ماشومان روغ شوي دي او د ٦ نويو زېږېدلوماشومانوپه ګډون ٢٦ ماشومان د والګي د ناروغى له امله مړه شوي دي اونوريې تر درملنې لاندې دي.
سنا زياته کړه چې د ماشومانو د مړينې کچه د مناسب ځاى د نشتوالي او د درملو او د طبي لوازمو د نشتوالي له امله زياته شوې ده او له دغوستونزو سره دوى نه شي کولاى باکيفته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د لړم له مياشتې څخه راپديخوا په سمنګانوکې د ولسواليو د دوو روغتونونو په ګډون ٢٨ روغتيايي مرکزونه طالبان تړلي دي.
هغه زياته کړه چې دغه ستونزه يې څوڅوځلې دعامې روغتيا له وزارت سره شريکه کړې ده خو پاملرنه ورته نه ده شوې .
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته