ټولنه

په سمنګانو کې د يوه جومات د جوړولو کار پيل شو

کابل / د تلې١٣مه / باختر:
د سمنګانو والي نن د دغه ولايت په مرکز ايبکو ښار کې د حضرت سلمان فارس(رح) د جامع جومات د جوړولو کار پرانست .
د باخترآژانس د خبرله مخې: په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د سمنګانو والي مولوي عبدالرحمن کندزي، ملکي او امنيتي چارواکو، ديني عالمانو، مشرانو او د بېلابېلو اصنافو استازو په ګډون جوړه شوه د ايبکو ښار يو مخور مخدوم اسدالله وويل؛
دا جومات د حکومت له ملکيت څخه په دوه زره دوه سوه مربع متره ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونو جوړېږي چې په يو وخت کې څه دپاسه زرو لمونځ کوونکي ظرفيت لري.
د سمنګانو والي مولوي عبدالرحمن کندزي د دغه جومات د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسمو کې د ياد جومات په جوړولو کې د خلکو دهمکارۍ له امله قدرداني وکړه او ويې ويل د دغه جومات په جوړېدو سره به په ايبکو ښار کې د لمونځ کوونکو ستونزه يوې اندازې پورې لري شي.
ويل کېږي د دې جومات ودانۍ د ايبکو ښار د کسبګرو په مالي مرسته جوړېږي او تر
اوسه پورې زر کڅوړې سمنټ، څوټنه سيخ ګول او نور اړين مواد برابرشوي دي .
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته